افغانستان یو لرغونی هیواد دی چې پنځه زره کاله تاریخ لري، ستر علمي او تمدني ویاړونه لري او تر ټولو لوی ښارونه یې په پخوا زمانو کې د تمدن، د علم او کلتور د ودې زانګو وه. دغه لرغونی هېواد د وخت په تېرېدو او د اسلام له راتګ څخه مخکې او وروسته، ډېرې ترخې پېښې لیدلي او د نړۍ فاتحانو لکه: غزنويانو، غوريانو، هوتکيانو او درانيانو په څېر یې خپل په غېږه پاللي دي. د شته تاریخي اسنادو له مخې زموږ د هېواد نوم له اوومې هجري پېړۍ راهیسې د مشهورو لیکوالو او تاریخ پوهانو لکه سیف هیروي غوندې د افغانستان په نامه پیژندل شوې وه. دا هېواد د خپلو مشهورو فتوحاتو او سوبو په وخت کې یې پراخې پولې درلودې چې د ایران لویې برخې، ټول پاکستان، د هند ځینې برخې او د منځنۍ اسیا لویه برخه پکې شامله وه. دا پراخ هېواد دوو سترو زبرځواکونو تر منځ د موقعیت له امله په وروستیو پیړیو کې د یو حائل دولت په توګه وه او د واک د مبارزې او د واک غوښتوونکو پاچاهانو اوږدو جګړو سربیره، د وخت په تیریدو سره یې خپل ډیری اصلي او فرعي سیمې له لاسه ورکړې. جلا شوې سیمې د دوی په خپله خوښه نه، بلکې د بهرنیانو د زور او ځواک په واسطه جلا شوې وه، په داسې حال کې چې د هغو خلکو څخه هیڅ یو هم د جلاوالي او تجزیې غوښتوونکي نه ول.
د افغانستان ویاړونه!