فهرست بستن

په اسلامي ټولنه کې د افرادو ټولنیز مسئولیت!


د ټولنې مفهوم:
په لغت کې د ټولنې مفهوم داسي ده: یو ځای کېدل، راټولېدل، د لمر او سپوږمۍ نژدې والې
او  کله چې سپوږمۍ او لمر په یوه برج او یوه درجې او یوه دقیقه کې سره راټول شي(د هخدا او معین، قاموسونه د ټولنې کلمه).
ټولنه چې د همستان په نامه هم یادېږي، د خلکو هغه ډلې ته اشاره کوي چې ګډ ارزښتونه لري. په فارسي-دري  ژبه کې د ټولنې اصطلاح له عربي ژبې څخه اخیستل شوې او د جماعت، اشتراک، عامه تړون او د مساوي شرایطو سره د جغرافیایي سیمې د حیواناتو یا نباتاتو د یوې ډلې بیولوژیکي ورته والي په معناوو هم کارول شوې ده (آراسته خو، ۱۳۷۰: ۴۷).
ټولنیز مسؤلیت: یو اخلاقي سیسټم او چوکاټ دی، چې یعني هره اداره، که یو سازمان وي یا یو فرد، باید د ټولنیزو، کلتوري او د چاپیریال مسئلو په وړاندې اخلاقي او حساس چلند وکړي ترڅو د ټولنې د ګټو لپاره ترسره او وکارول شي چې ټولنې ته ګټه ورسوي. ټولنیز مسئولیت هغه مسئولیت دی چې هر څوک باید په ټولنه کې د ټولنیز توازن د ساتلو پو موخه یې ترسره کړي.
ټولنیز مسئولیت د اخلاقي چوکاټ په توګه که یو فرد یا سازمان وي، په ټولنیزو چارو کې برخه واخلي چې ټولنې ته په لویه کچه ګټه ورسوي. ټولنیز مسئولیت په دې معنی دی چې یو شخص په فعاله توګه د ټولنې د غړي په توګه برخه اخلي او د ستونزو په‌ وړاندي بې توپیره نه وي او کولای شي د شرایطو په بدلون او ښه کولو کې هم مرسته وکړي. په دې ګډون او فعال حضور کې د نغدو مرستو یا په ټولنیزو مراسمو کې د ګډون څخه نیولې د چاپیریال په پاکولو کې برخه اخیستل هم شامل دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *