موضوع: د مسلمانې کورنۍ ځانګړتياوې
يوه مسلمانه کورنۍ هغه ده چې الهي شريعت، اسلامي اخلاقو او آدابوته ته غاړه کېږدي او هڅه کوي چې د دې نړۍ او آخرت ښېګڼې او ګټې ترلاسه کړي، په يوه سالمه ټولنه کې ژوند وکړي او په دې دنیا کې د سرلوړۍ او په آخرت کې د سعادت ترلاسه کولو لپاره په هوښیارۍ سره هر ډول هڅه او هاند کوي. لنډه دا چې مسلمانه کورنۍ یوه متوازنه، حقیقي او پوهه کورنۍ ده. نارینه او ښځینه د مرکې ورځې را په دې خوا د پاکو لېدو کاتو او بنسټیزو تفاهمونو په ښکاره او صادقانه ناستو او له دوکې څخه لېري د هلک او انجلۍ ترمنځ په متناسبه توګه د کورنۍ د سعادت ډبره اېږدي او په خپلو فطري او ټولنیزو مسئولیتونو باندي عمل کوي.
په یوه مسلمانه کورنۍ کې یو نر د مشورو، څېړنو، همکاریو، تعاون او همغږیو پر بنسټ پالنه او څارنه کوي. د نارینه او ښځینه ترمنځ اړیکه د ژوند په ټولو کچو د متقابل باور پر بنسټ ولاړه ده او دوی په ژوند کې د ارزښتناکو انساني ارزښتونو پر بنسټ سره چلند کوي.
د دې ګډو اړیکو معیارونو بنسټ: په غیرت کې اعتدال، قاطعیت، تسامح، نرمښت، مینه، اطاعت، متقابله درناوی، له افراط او تفریط نه ډډه او د خدای تعالی د رضایت لپاره هڅه او هاند ده.
د اسلام او کورنۍ ترمنځ اړیکه!