فهرست بستن

فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» (د دیارلسمې برخې ادامه)

سرلیک: دوهمه برخه – د ډیموکراسۍ مناقشه
ډیموکراسي ولې کفر دی؟

غرب چې په اوسنۍ زمانه کې د ډيموکراسۍ د نوي بشري دين را منځته کوونکی او منونکی دی په ملیاردونو ډالره په لکونو پوځیان په لسګونو زره ادراي او مؤسسې يې په نړۍ کې د ډيموکراسۍ د دین د خپرولو لپاره په کار اچولې دي. او هر هغه ملت چې د دغه نوي دين منلو ته نه تيارېږي د هغه د خپلو لپاره د دیموکراسی له دین څخه د هغه په خلاف د جګړې جواز برابروي او له ملګرو ملتو څخه د هغه د وژلو رسمي او قانوني فتوى ترلاسه کوي. دا چې ډيموکراسي ولي كفر دى ؟ شرعي دلايل يې په لاندې ډول بیانوو، او د دې لپاره چې د لوستونکو لپاره اسانه وي په هماغه
ترتيب مو چې د ډيموکراسۍ معرفي ورته وړاندې کړې ده، د تكفير دلایل یې هم په هماغه ترتیب بیانوو:
۱ – د سیادت یا اعلی حاکمیت موضوع:
مخکې د ډيموکراسۍ په معرفي کې يادونه وشوه چې (سیادت) يعنې اعلی حاکمیت په ډیموکراسۍ کې د ولس حق ګڼلی کېږي چې د اکثریت په شکل کې به حکمراني کوي خو په اسلام کې دغه حق يوازې او یوازې د الله دی. اسلام وايي چې بندگان ټول د الله مخلوق دي، يوازې هغه پيداکړي او هر څه ورته هماغه یو الله پیدا کړي دي. او همدغه الله د بشر په ټولو ضرورتونو او مصالحو ښه پوه دی او د همدغې ازلي پوهې له مخې يې په هره زمانه کې هر قوم ته د هغوئ د حال او وضعیت موافق شریعت او قانون نازل کړی چی باید مطلق اطاعت يې وشي، او د هغه د حاکمیت په مقابل کې هېڅوک د حاکم په حيث او هېڅ قانون د منلو وړ ونه بلل شي. پر همدې اساس ټول مسلمانان مکلف دي چې د الله نازل شوی قانون ومني، او د اختلاف او منازعې په صورت کې يوازې او یوازې د همده قانون ته رجوع وکړي، نه دا چې له خپل لوري د خپلې پوهې او عقل پر بنا قوانین جوړ کړي او بیا پر هغو فيصلي وکړي.
په اسلام کي قطعي الثبوت دلايل له هغه چا څخه ايمان نفې کوي چې د الله له قانون پرته د بل چا په قانون فیصله کوي، او د الله په مقابل کې د بل چا حاکميت مني او يا دا چې د الله په قانون فيصله کوي خو له زړه نه ورباندي راضي نه وي. لاندي صريح آيتونه د دې خبرې قطعي دلايل دي چې حاکمیت به يوازې او یوازې د الله وي، او قانون به یوازې د هغه منل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *