شهید شیخالاسلام رحیم الله حقاني
دوهمه برخه:
شهید شیخ الاسلام رحیم الله حقاني، د رباني عالم سعدالله زوی، د محمدآجان لمسی، د شیخ محمد کړوسی او د العارف بالله عبدالمجید آخندزاده له تباره ، نوموړی د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د میزان میاشتې په پنځلسمه نېټه، د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په یوه جهادي، عالمپالونکې، دینداره او پرهېزګاره کورنۍ کې، له نوراني څېرې سره دې نړۍ ته سترګې وغړولې؛ داسې چې ګواکې د زېږېدو له لومړیو شېبو څخه د شهادت نسیم د هغه پر زانګو لګېدلی و.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ» (رواه ابوداود)؛یعنې: تر ټولو غوره جهاد هغه د حق خبره ده چې د ظالم واکمن پر وړاندې وویل شي. دغه حدیث وروسته د دې ستر شهید د ژوند تګلاره وګرځېده.
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال، د هجرت او غربت په چاپېریال کې، له خپلې اصلي خاورې څخه لرې، په بېلابېلو مدرسو کې پیل کړې. په هغو ورځو کې علم د هغه لپاره یوازې تفریح نه و، بلکې د هویت د بقا وسله وه.
وروسته له دې چې بېلابېل علوم او فنون یې زده کړل، په ۱۹۹۷ میلادي کال کې یې د متوسطې دورې د بشپړولو لپاره «جامعه نعمانیه چارسده اتمانزي» ته سفر وکړ او هلته د ستر عالم شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس (حفظه الله) د درس حلقې ته شامل شو.
خو د علم تنده یې په دې لږه نه مړېده، نو ځکه یې «ثانیة الجامعة الحقانیة دیوبند» ته، چې د نوشهر اکوړه خټک په سیمه کې موقعیت لري، مخه کړه. هغه هلته د سترو محدثینو څخه د حدیثو معتبر کتابونه (صحاح سته) ولوستل او په ۱۹۹۸ میلادي کال کې یې د حدیثو له اجازې سره یو ځای د فراغت پګړۍ پر سر کړه. هغه پګړۍ چې د پای نښه نه، بلکې د یوه ویاړلي سفر پیل و.
د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!