موضوع: د مسلمانې کورنۍ بنسټونه
په مسلمانه کورنۍ کې مادي او معنوي جوړښت شامل دی. د یو مسلمانان کور مادي برخه عبارت دي له: پوښل شوې، خوندي، روغه او له شور ماشور څخه لېري ده. د هغې کوټې داسې دي چې د هغې دننه برخه نامحرمو ته د لېدو وړ نه ده، او کړکۍ یې د شپې له خوا پوښل شوي او پټ دي. دا کور د قیمتي ګوهر په څېر د خپلو غړو وقار ساتي. د کورنۍ غړي د نامحرمو نارینه او ښځو سره د اختلاط څخه ډډه او د شریعت خلاف کارونه نه ترسره کوي. د دیني اخلاقو په کارولو سره د کور غړي ساتي. په هغه کور کې په خښم سره غږونه، ښکنځلې او نامشرو آوازونه نه اوریدل کیږي. که د مسلمانې کورنۍ غړي مالي توان ولري، نو په پټه او ښکاره توګه د توان تر حده د اړمنو کسانو لس نیوی کوي. که بې وزله او اړمن وي، نو د پاکوالي او قناعت لارې ته مخه کوي، له چا څخه سوال نه کوي او داسې چلند کوي چې ناخبره کسان فکر وکړي دوی شتمن دي. په خوښۍ او غم کې منځنۍ لاره مخې ته نیسي. له ریا او ځان ښودنې پرته خپل مسؤلیتونه ترسره کوي، د نورو د ملامتولو څخه ویره نلري او تل په ښه طبیعت سره چلند کوي. د چا و ناموس ته په بدو سترګو نه ګوري او له نامحرمو نه ځانونه ساتي. پر نورو فخر نه خرڅوي او له اسراف او خسېسۍ څخه ډډه کوي. د دوی له مخونو څخه ایماني شرم او حیا لیدل کېدای شي.
مسلمانه کورنۍ یوه ژمنه، صادقه او باوري کورنۍ او خپلو ژمنو ته وفاداره ده. دا کورنۍ پوهېږي چې ترټولو بد خلک درې ځانګړتیاوې لري: لومړی: فسادګر او شر جوړوونکي دي. دوهم: هغه کسان چې د خلکو تر مینځ د مینې تار ماتوي او جلاوالی رامنځته کوي. درېیم: هغه کسان چې په قصدي ډول نوروته سپکاوی، ښکنځلې او له هغو سره ناوړه چلند کوي.
ادامه لري...
د اسلام او کورنۍ ترمنځ اړیکه!