فهرست بستن

فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( د دوولسمې برخه ادامه)!


سرلیک: ډیموکراسي کفر ده، که اسلام

د ډیموکراسۍ فکري بنسټ
فكري استبداد داسې مرحلې ته رسېدلی و چې هر چا به چې کومه داسي نظريه وړاندې کړه چې د کلیسا به خوښه نه وه نو فوراً به هغه شخص کافر او د الله له رحمته محروم ګڼل کېده، او له دین څخه به د بغاوت په جرم محکومیده، د كليسا له لوري د دين تحريف شوي او نا معقول تصور او د بادشاهانو جابرانه نظام په اروپا کې خلک له دین، رسالت او ملوکیت څخه متنفر کړل او د اروپا د نوي عصر د تنویر د عصر د مفکرینو پر مخ يې د الحاد له دین څخه د انکار دروازه ورخلاصه کړه. هغو هم د (دین) پرځای په مطلق ډول د خلکو اراده د قوانینو مصدر وګرځوله او د حق او ناحق د پېژندلو معيار يې د (وحې) پر ځای (عقل) وګاڼه.
د دین په اړه اروپایان پر دوو ډلو ووېشل شول، چې یوې ډلې له دين رسالت او روحانیت څخه سراسر انکار وکړ چې دا نظریه بیا وروسته په کمونیزم کې را څرګنده شوه او بلې ډلې په دين باندې يوازې د افرادو په شخصي ضمير کې اعتراف وکړ او بس. پدې معنی چې دین د فرد او الله تر منځ رابطه ده خو د ژوند له چارو سره يې هېڅ کار نشته او انسان د خپل ژوند لپاره د قوانینو په جوړولو کې مطلقه آزادي لري چې دغه نظريه بيا د (سیکولریزم) يا له دین څخه د (ژوند) او (دولت) د بېلتون په نامه و پېژندل شوه چې همدغه نظریه د ډیموکراسۍ لپاره فكري بنسټ تشكيلوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *