فهرست بستن

فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( دڅوارلسمې برخې ادامه)


سرلیک:۴- د قانون مصدر عقل دی که شرع؟

دا چې ډيموکراسی اساساً د (سیکولریزم) پر بنسټ چې وايي (دين) باید د (ژوند) او (نظام) په چارو کې هېڅ نقش و نه لري ولاړه ده نو پر
همدې اساس په ډیموکراسۍ کې د قانون مصدر د خلکو عقل دی نه الهى وحيه په ډيموکراسۍ کې هر هغه څه ته ښه ويلی کېږي چې د خلکو عقل يې ښه وګڼي. او هر هغه څه ته (بد) ويلی کېږي چې د خلکو عقل يې (بد) وګڼي او بيا د همدغو ښېګڼو یا مصالحو په پام کې نیولو سره قوانين وضع كيږي. په مسلمانو هېوادونو کې خو ډېر ځلي داسې هم پېښېږي چې يوه نيمه شرعي ماده که چېرې په کوم قانون کې پاتې هم وي هغه هم بايد د عقل په تله وتلل شي او خلک ورباندی د خپل عقل په رڼا کې حکم وکړي. لکه چې په پاکستان کې څه موده مخکي د (حدود آرډ نینس) د شرعي حدود و د فرمان په هکله د خلکو د اذهانو د تحريکولو لپاره د آمریکا په بودیجه په ځيني تلويزونونو او اخبارونوکې پوره شپږ مياشتې د (ذرا سوچئې) په نوم کمپاین و چلول شو او په نتيجه کې يې په پارلمان کی اکثریت د خپل عقل په حکم ځيني شرعي احکام منع اعلان کړل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *