لیکوال: محبوبی
دوهم فصل: ډیموکراسي
۱۱. نقد او نظر
ج. د ګوندونو ګڼوالی (تعدد احزاب)
یو بل اصل له هغو بنسټونو څخه چې د ډیموکراسۍ په نظام کې مطرح کېږي، د ګوندونو ازادي او فکري تنوع (تعددګرایي) ده، چې په ظاهري مانا یې دا ده چې خلک اجازه لري ګوندونه جوړ کړي او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو کې مختلف نظرونه ولري. ښایي د ګوندونو ګڼوالی په هغو پرمختللو هېوادونو کې چې ډیموکراسي پرې واکمنه ده، یو مناسب او مثبت کار وګڼل شي؛ خو په دریمه نړۍ، لکه افغانستان کې، دا کار بېځایه او زیانمن ګڼل کېږي، ځکه چې دا د ټولنې د تفرقه او اختلاف سبب ګرځي. حتی په پرمختللو هېوادونو کې هم حاکم ګوند واک په خپل انحصار کې اخلي او د دولتي مقاماتو ټول عزل او نصب په خپله خوښه ترسره کوي، چې پایله یې د اکثریت د تسلط او د اقلیت د حقونو تر پښو لاندې کول دي.
له بلې زاویې څخه که د ډیموکراسۍ دا اصل (د ګوندونو ګڼوالی) وڅېړل شي، نو دا څرګندېږي چې په دې نظام کې د ټولو نظریاتو او عقایدو لپاره بېقیده ازادي شته؛ یعنې هر مکتب او فکر د ګوند جوړولو حق لري. خو دا مطلقه ازادي هغه مهال چې د اسلام موضوع راځي، له قیده خالي نهوي او خپل حدونه له لاسه ورکوي؛ ځکه د اسلام پیروان د ډیموکراسۍ په نظام کې د اسلامي ګوند د جوړولو حق نهلري. د بېلګې په توګه، نن سبا په هغو هېوادونو کې چې د ډیموکراسۍ زانګو بلل کېږي، لکه امریکا، انګلستان، فرانسه او نور، د هر ډول فکر او عقیدې پیروان د ګوند جوړولو او ټاکنو کې د ګډون حق لري ـ حتی همجنسګرايان او منحرفین ـ خو که څوک غواړي یو اسلامي ګوند جوړ کړي چې د اسلامي اصولو پابند وي، نو هغه ته بېلابېل تورونه لګول کېږي او له مشروعیت څخه بېبرخې کېږي.
یادونه دا هم ضروري ده چې هغه ګوندونه چې د اسلامي په نوم په ډیموکراتیکو نظامونو کې کله ناکله راڅرګندېږي، لومړی باید د همدې اصل، یعنې د افکارو د تنوع او ازادۍ منلو ته ژمن وي، ځکه که یې ونه مني، نو د ډیموکراسۍ له بنسټ سره مخالفت ګڼل کېږي. ډېری وخت لیدل کېږي چې دغه د «دموکرات مسلمان» په نوم کسان په ذلت او خواري سره د کمونیسټانو، سیکولارانو، لائیکانو (بېدینه کسانو)، سوسیالیستانو او نورو منحرفینو ترڅنګ د یو چت لاندې په پارلمانونو کې ناست وي او هر ډول سپکاوی او توهین د اسلام او مسلمانانو په وړاندې بې له کوم غبرګون څخه زغمي؛ ځکه چې په ډیموکراسي کې هر څوک ازاد دی چې خپل نظر څرګند کړي، حتی که دا نظر د نورو عقایدو سپکاوی وي.
نو په دې اساس ویلای شو چې د ډیموکراسۍ بنسټ په اختلاف او تفرقه ولاړ دی. که په یوه ټولنه کې یوازې یو ګوند موجود وي، ډیموکراسي هېڅ معنی نهلري؛ ځکه د ډیموکراسۍ دوام د ګڼو ګوندونو په شتون پورې تړلی دی، او دا ګوندونه باید یو له بله سره اختلاف ولري. حتی د یوه ګوند دننه هم باید د نظرونو ټکر وي، څو د ډیموکراسۍ اصلي موخه ـ یعنې د افکارو او ګوندونو تنوع ـ تحقق ومومي.
د دې موضوع د څرګند مثال لپاره، اړینه نه ده چې د لویدیځو لرې پرتو هېوادونو یادونه وشي، بلکې افغانستان د جمهوریت په دوران کې ښه بېلګه ده. په هغه وخت کې چې د ډیموکراسۍ نظام پر هېواد واکمن و، د “آزادۍ” په نوم داسې اختلاف او وېش رامنځته شو چې سلګونه ګوندونه او ډلې جوړې شوې. هر څوک د خپل فکر له مخې د څو تنو له همفکرانو سره یو ګوند جوړاوه او په وزارت عدلیه کې یې ثبتاوه، څو له دې لارې د غلا او چور زمینه ورته برابره شي.