مؤلف: عبدالهادي مجاهد
بحث: په دیموکراسي کې د ګډون په باب شکونه او د هغوی ځوابونه
شبهه څلورم — د دعوت د مصلحت لپاره په دیموکراسۍ کې ګډون
ځواب:
لومړی هغه نظام چې پر کفر (سیکولرزم) بناء وي — یعنې د دین (خدايي وحي) ته په چارچاپېره چارو او د حکومتدارۍ په مسایلو کې مداخله اجازه نه ورکول کېږي؛ د حلال او حرام ټاکنه پکې د بشر غوښتنې ته مطابق او د اکثریت په تأیید تر سره کېږي؛ د تشریع حق په مطلق ډول له الله تعالی اخیستل شوی او بشریت ته ورکړل شوی ګڼل کېږي؛ د کفر او اسلام ترمنځ کوم حقیقي توپیر پکې نشته؛ ټولې خلګ یوازې د انسان په سترګه ګورل کېږي؛ د کافر او مسلمان په هکله د هغوی د احوالو او توکو په باب مساوي صلاحیت او ارزښت ورکول کېږي؛ امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځکه چې له شخصي آزادیو سره په تضاد کې راځي، ممنوع اعلانېږي او ارتداد د اشخاصو یو شخصي حق بلل کېږي؛ له هر ډول مجازات څخه معاف ګڼل کېږي؛ او د اسلامي احکامو پر ضد د اعتراض او مخالفت غږ پورته کول د «اظهار د رای» په نوم جائز او قانوني ګڼل کېږي — نو آیا په داسې کفري نظام کې ګډون او د هغه منل په حقیقت کې د هغه نظام تأیید او منل نه دي؟
ایا په داسې چوکاټ کې کار کول او دده منل د هغه توحید سره ټکر نه دی چې اساساً له ټولو مخکې د طاغوت پر ضد تکفیر/کفر ورڅخه غوښتنه کوي؟ هغه توحید چې پيل يې په «لا إله» دی او د هر ډول طاغوت انکار يې غوښتنه کوي مخکې له دې چې «إلا الله» ووايي؟