شهید ملا محمد صادق (احسان الله) – تقبله الله
دویمه برخه
نېک اخلاق او د پوهاوي پر بنسټ بلنه
شهید ملا محمد صادق احسانالله د خلکو ترمنځ د یوه متواضع، تکړه، غوره او متین اخلاقو لرونکي شخصیت په توګه پېژندل کېده. هغه یوازې یو وسلهوال مجاهد نه و، چې د جګړې په ډګرونو کې یې د دین او وطن د دفاع لپاره توره په لاس کې لرله، بلکې یو باخبره، مخلص او ژمن داعي هم و.
هغه داسې شخصیت و چې په نرمې ژبې، ښو اخلاقو او د دیني مفاهیمو په ژور درک سره یې د خلکو زړونه خپلول. د هغه بلنه یوازې تر خبرو محدوده نه وه، بلکې د خپل عمل، صداقت او چلند له لارې یې خلک د حق لارې ته راجلبول.
د هغه مجلسونه یوازې ساده ویناوې نه وې، بلکې د فکري او روحي بیدارۍ سنګرونه وو. هغه له هغو څېرو څخه و، چې د ده له لارې لسګونه ځوانان، علما او سیمهییز متنفذین د افغانستان د مجاهدینو له لیکو سره یوځای شول او د دین، خاورې او عزت د دفاع لپاره یې ځانونه چمتو کړل.الله تعالی د داسې مؤمنانو په اړه فرمایي:«ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ»
(النحل، ۱۲۵) «د خپل رب لارې ته په حکمت او نېکې نصیحت بلنه ورکړه او له هغوی سره په تر ټولو غوره طریقې بحث وکړه.»
شهید احسانالله د دې آیت د عملي کولو یو ژوندی مثال و.
د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!