فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید ملا محمد صادق (احسان الله) – تقبله الله
دریمه برخه
د چریکي تاکتیکونو او مېداني بریاوو ویاړ

د فراه پشت‌رود ولسوالي یو له هغو سیمو څخه وه چې مجاهدینو پکې د چریکي تاکتیکونو، ناڅاپي بریدونو، د ماینونو ځای پر ځای کولو، تاکتیکي کمینونو او ګرځنده تحرکاتو له لارې د دښمن پر وړاندې مبارزه کوله. په همدې سیمه کې د شهید ملا محمد صادق احسان‌الله په مشرۍ د مجاهدینو لومړنۍ ستره بریا هم ترلاسه شوه. هغوی یوازې په وسلو، بلکې په جهادي عقیده او پوهاوي سره د ناټو او امریکايي ځواکونو د بمباریو پر وړاندې په صبر او توکل ودرېدل او هېڅکله یې مبارزه ونه دروله.د فراه د مجاهدینو له سترو ویاړونو څخه یوه هغه جګړه وه چې په دې سیمه کې له ۵۴ ایټالوي سرتېرو سره مخامخ شول او د هغوی عملیات یې له ماتې سره مخ کړل. دا مقاومت یوازې پر سیاست ولاړ نه و، بلکې د ټینګې عقیدې، دیني غیرت او له خپلې خاورې او ملت سره د ژورې وفادارۍ پر بنسټ ولاړ و.فراه د دې ویاړ یوه بېلګه ده چې د نړۍ د تر ټولو پرمختللي جنګي ماشین پر وړاندې پیاوړې ایمان، عزم او پاکه اراده کولای شي تاریخ بدل کړي.الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:«كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ»(البقره، ۲۴۹)
ژباړه: «څومره ډېر داسې کوچني لښکرونه دي چې د الله په اجازه یې پر لویو لښکرو بری موندلی دی، او الله له صابرانو سره دی.»

د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *