فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید ملا محمد صادق (احسان الله) – تقبله الله
څلورمه برخه
زندانونه او شکنجې؛ د ایمان سختې ازموینې

شهید ملا محمد صادق احسان‌الله د اشغال پر وړاندې د مبارزې په اوږدو کلونو کې د جګړې سختۍ، ستونزې او ستړیاوې وزغملې او د سختو زندانونو او شکنجو ترخې تجربې یې هم وکړې.هغه په ۱۳۸۰ هجري لمریز کال کې ونیول شو او د شبرغان زندان ته ولېږدول شو. نوموړی له هغو سلګونو بندیانو څخه یو و چې یا شهیدان شول او یا هم په زندانونو کې له غیرانساني شکنجو سره مخ او ساتل کېدل.

له څه مودې وروسته، نوموړی لومړی د کندهار هوايي ډګر او وروسته د امریکا بدنام ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو او تر ۱۳۸۳ هجري لمریز کال پورې هلته په بند کې و.د ګوانتانامو زندان، چې د امریکايي شکنجو او ظلم سمبول بلل کېږي، ونه توانېد چې د هغه فولادي هوډ مات کړي. هغه د زندانونو د سړو دېوالونو ترمنځ، د الله تعالی په ذکر او پر هغه په توکل سره د خپل ایمان تودوخه ژوندۍ وساتله.

له آزادۍ وروسته، هغه له لوړ مورال او کلک هوډ سره خپل هېواد ته راستون شو او یو ځل بیا د اشغالګرو پر وړاندې په مبارزه کې شامل شو.
په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال کې یو ځل بیا په یوه بې‌بنسټه تور ونیول شو او د پلچرخي زندان ته ولېږدول شو، چې له یو نیم کال بند وروسته آزاد شو.د دې ټولو مودې په اوږدو کې د هغه په هوډ او اراده کې هېڅ کمښت رانغی او یوازې یې د خپل ولس د آزادۍ او د وطن د اشغال څخه د خلاصون فکر کاوه.رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي:«وَاعْلَمْ أَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ»(رواه ترمذي)
ژباړه: پوه شه چې بریا له صبر سره مل ده.
شهید احسان‌الله په بېلګه‌يیز صبر سره ټولې دغه سختۍ پر ځان ومنلې، هر ډول ستونزې یې وزغملې او هېڅکله له خپلې لارې څخه وا نه وښت.

د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *