فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید ملا محمد صادق (احسان الله) – تقبله الله
شپږمه برخه
شهادت؛ د یوه اتل عروج

په پای کې د رخصتۍ ورځ راورسېده. د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د جوزا د میاشتې په نهمه نېټه، تکړه مجاهد او اتل شهید ملا محمد صادق احسان الله، د پشت‌رود ولسوالۍ د نهر دشت په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د یرغل پر مهال، له خپلو لسو تنو ملګرو مجاهدینو سره یوځای شهید شو. د شهیدانو په منځ کې د هغه د نږدې کورنۍ غړي هم شامل وو؛ د هغه ورور حافظ شهاب‌الدین، وراره یې ملا نعمت‌الله او نور مجاهد ملګري یې لکه ملا عبدالسلام، ملا عبدالغني او څو نور کسان. «إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ». رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: «ليسَ شيءٌ أحبَّ إلى اللَّهِ من قَطرتينِ، وأثَرينِ : قطرةُ دموعٍ من خشيةِ اللَّهِ، وقطرةُ دمٍ تُهَراقُ في سبيلِ اللَّهِ…» (رواه ترمذي)؛ له الله تعالی سره له دوو څاڅکو او دوو نښو څخه هېڅ شی ډېر محبوب نه دی: هغه د اوښکو څاڅکی چې د الله له وېرې توی شي، او هغه د وینې څاڅکی چې د الله په لار کې توی شي… ملا محمد صادق خپل ټول عمر په جهاد کې تېر کړ او په پای کې یې وینه د الله په لار کې توی شوه او دې لوړ مقام ته ورسېد

دا پېښه نه یوازې د مجاهدینو لپاره ستره ضایعه وه، بلکې د فراه د ټول دین‌داره او وطن‌پاله ولس لپاره هم یوه لویه ضایعه وه. د شهیدانو جنازې د خلکو په پراخ حضور کې، د اوښکو او غم په بدرګه خاورو ته وسپارل شوې؛ هغه خاوره چې یو ځل بیا یې د آزادۍ غوښتونکو وینې په خپله غېږ کې ځای کړې. خو د احسان‌الله په کورنۍ کې د شهادت کاروان ونه درېده. له دې پېښې یوازې څو اوونۍ وروسته، ملا محمد داود، چې د شهید بل ورور او د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی و، هم له دوو نورو ملګرو مجاهدینو سره په یوه چاودنه کې شهید شو. په دې توګه، هغه کورنۍ چې په فراه کې د جهاد له ستنو څخه یوه وه، د ایثار او قربانۍ په لاره کې د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې په تاریخ کې روښانه پاڼې ثبت کړې. هغه لاره چې لا هم دوام لري او لارویان یې تر پرون ډېر شوي دي.

د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *