شهید الحاج ملا سلطان محمد آخند او شهید مولوي صابر (پلار او زوی) – تقبلهما الله –
درېیمه برخه
شهید مولوي محمد ابراهیم صابر
د پلار له شهادت وروسته د کورنۍ او مجاهدینو پر زړونو ژور غم او درد خپور شو؛ خو دا د لارې پای نه و. د دې کورنۍ په رګونو کې بهېدونکې وینه، د جهاد لړۍ له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدوله. د شهید زوی، محمد ابراهیم، چې له ماشومتوبه د خپل پلار په روزنه او د جهاد په مکتب کې لوی شوی و، د پلار له لاسه یې د جهاد بیرغ واخیست او د «صابر» لقب یې هم له هغه څخه په میراث یووړ.
شهید مولوي صابر هم د خپل پلار په څېر د فراه ولایت له زړورو او مېړنیو مجاهدینو څخه و. هغه د خپل پلار په څېر بېساري زړورتیا لرله او د خپلو ملګرو په منځ کې د تدبیر، هوډ او استقامت له امله پېژندل کېده. نوموړي په ښه توګه درک کړې وه چې جهاد یو نسلي مسئولیت دی؛ هر نسل باید د خپل مخکیني نسل بیرغ په لاس کې واخلي او تر وروستۍ سلګۍ پورې یې ساتنه وکړي.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مجاهدینو د فضیلت په اړه فرمایلي دي:
«عَيْنَانِ لَا تَمَسُّهُمَا النَّارُ: عَيْنٌ بَكَتْ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ، وَعَيْنٌ بَاتَتْ تَحْرُسُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ» (رواه الترمذي).
ژباړه: دوه سترګې دي چې د دوزخ اور به یې ونه لمسوي؛ یوه هغه سترګه چې د الله تعالی له وېرې یې ژړلي وي، او بله هغه سترګه چې د الله تعالی په لار کې یې شپه په پاسدارۍ تېره کړې وي.
شهید صابر هماغه سترګه وه چې ګڼې شپې یې د الله تعالی په لار کې په پاسدارۍ سبا کړې وې.
د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!