فهرست بستن

د پرمختګ وهم (د لوېدیځ د ژوند پر سبک نیوکه)

لیکوال: نهضت
درېیم فصل: د لوېدیځ د ژوند د سبک پایلې
ټولنیزې پایلې

أ. د کورنۍ د بنسټ له منځه تلل (طلاق، له نکاح پرته زېږېدلي ماشومان)
سره له دې چې د لوېدیځ د ژوند سبک د اضطراب، خپګان، ځان‌وژنې او نوو راټوکېدونکو روږدو عادتونو لامل شوی، خو دغه فردي پایلې یوازې د بحران لومړنۍ کچه جوړوي. په ژورو پوړونو کې، د ژوند دغه سبک د څو اړخیز ټولنیز بحران د رامنځته کېدو لامل شوی چې د کورنۍ د سپېڅلي بنسټ له کمزوري کېدو او له منځه تلو څخه هم عبارت دی.
په لوېدیځو ټولنو کې د کورنۍ د بنسټ ټولنیز بحران، سره له دې چې د کار په برخه کې پرمختګونه او ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي، د لوېدیځ د ژوند د سبک د ناکامۍ یوه څرګنده بېلګه ګڼل کېږي.
کورنۍ د ټولنې د تر ټولو کوچني واحد او د ټولنې د جوړښت د بنسټ په توګه، تل په ټولو تمدنونو کې لوړ مقام لرلی او د ټولنیز نظام اساسي ستنه ګڼل شوې ده. دا بنسټ د ښځې، سړي او اولادونو په شتون سره د ټولنې یوه کوچنۍ هستۍ جوړوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *