لیکوال: نهضت
دویم فصل: د عصري جاهلیت پټ بتان
سریزه
د نننۍ نړۍ د ښکلو ژمنو او غولوونکو شعارونو له لارې موږ ته د جنت وعده راکوي؛ لکه «مطلقه ازادي»، «پرمختګ»، «د خوندونو او لذتونو په لټه کې کېدل» او «شتمني». خو د دې ځلانده نقاب تر شا یو تریخ حقیقت پټ دی. هغه دا چې موږ د «جاهلیت» په یوه نوي پړاو کې ژوند کوو؛ داسې جاهلیت چې دا ځل د عربستان په دښتو کې نه، بلکې د مدرنیت او تمدن په جامه کې موږ ته وړاندې کېږي.
په دې عصري جاهلیت کې، د ډبرو او لرګیو د دودیزو بتانو پر ځای له «ناڅرګندو بتانو» سره مخ یو. دا بتان په سترګو نه لیدل کېږي، خو زموږ په ورځني ژوند کې یې اغېزې په بشپړه توګه څرګندې دي. هغوی زموږ فکرونه کنټرولوي، زموږ ارزښتونه بدلوي او موږ د رښتیني انسانیت له لارې څخه منحرفوي. په بل عبارت، دا ټول د «شرک» نوې بڼې دي؛ داسې شرک چې د ډبرو او لرګیو په عبادت نه، بلکې د سیکولر ارزښتونو او نظامونو پر وړاندې په تسلیمېدو سره تحقق مومي.