فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید الحاج ملا سلطان محمد آخند او شهید مولوي محمد ابراهیم صابر (پلار او زوی) – تقبلهما الله –
پنځمه برخه

د نسلونو لپاره یوه بېلګه
افغانستان هغه خاوره ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې څو څو ځله د خپلو اولادونو په وینو د آزادۍ نارې پورته کړې دي. د فراه ولایت مجاهدینو یوازې د امریکا د اشغال پر مهال مبارزه نه ده کړې، بلکې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل هم د دې ولایت مجاهدین دې ته وهڅول چې د آزادۍ لپاره خپلې سنګرونه تود وساتي. د شهید صابر کورنۍ د همدې نسلي مقاومت یوه بېلګه ده. پلار د شوروي او امریکا د اشغالونو پر مهال جګړه وکړه او شهید شو. زوی یې هم د خپل پلار لاره تعقیب کړه او د الله تعالی حضور ته ورسېد. همداسې د جهاد تاریخ د پاکو انسانانو په وینو لیکل کېږي او نومونه یې د تاریخ د تلپاتې څېرو په نوملړ کې ثبتېږي.
نن ورځ د شهید الحاج ملا سلطان محمد آخند او شهید مولوي محمد ابراهیم صابر نومونه د دوو ښو بېلګو په توګه د فراه ولایت د جهاد په تاریخ کې تلپاتې پاتې دي. د دې ولایت خلک لا هم د هغوی د زړورتیا یادونه په ویاړ کوي او خپلو اولادونو ته یې د سرښندنې او شهادت کیسې بیانوي. هغوی موږ ته دا را زده کړل چې د الله تعالی لاره نه ختمېدونکې ده او هر څوک چې پر دې لاره ګام ږدي، هېڅکله به یوازې پاتې نه شي. تر هغه چې په دې خاوره کې داسې کورنۍ ژوندۍ وي او د جهاد لاره تعقیبوي، افغانستان به هېڅکله تسلیم نه شي.
اې الله تعالی! د دې پلار او زوی شهادتونه په خپل دربار کې قبول کړه، په جنت الفردوس کې یې د خپل رحمت تر سیوري لاندې، یو د بل تر څنګ ځای پر ځای کړه او موږ د هغوی د لارې له رښتینو پیروانو څخه وګرځوه! آمین یا رب العالمین!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *