فهرست بستن

فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې)

لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځ‌پالنې وسایل
لومړی: سیکولریزم


د سیکولریزم په اړه په ختیځ او لوېدیځ کې لیدلوري (دوام)
د مسلمانانو په تاریخ کې له علم او علماوو سره هېڅ ډول ځورونه او زورزیاتی نه دی شوی، او زموږ په اسلامي تاریخ کې د تفتیش محکمې هم نه دي موجودې ، او نه هم چا خلکو ته په دوکه د بښنې اسناد ورکول. زموږ په اسلامي امت کې هر هغه څوک چې له علماوو سره کږه لاره غوره کړې او له سمې لارې منحرف شوی، امت هغه شاته ټېل وهلی او غندلی یې دی؛ خو هغه کسان چې د رښتینولۍ او بریا لاره یې غوره کړې، اسلامي امت په خپلو زړونو کې ځای ورکړی، درناوی یې کړی او لومړۍ کرښې ته یې وړاندې کړي دي.
همدارنګه، زموږ په دین کې د دین او سیاست ترمنځ بېلتون نشته؛ ځکه دولت د اسلامي فقهې له مخې د دین یوه برخه ده. د لیکوالانو د لیدلوري له مخې، د دولت له نشتوالي سره دیني نظام نه شي بشپړېدای او له دین پرته هم دولت خپل بنسټیز مفهوم له لاسه ورکوي.
زموږ دین هېڅکله دا اجازه نه ورکوي چې سیکولریزم دې د اسلام ترڅنګ موجود وي. یوه وینا داسې ده: «اسلام د عقیدې او قانون ترمنځ په یوه کړۍ کې دی، او سیکولریزم د قانون په کړۍ کې دی.» ځکه اسلام عقیده، شعائر او شریعت دی، چې د تجزیې او وېشلو وړ نه دي. اسلام دا هم نه مني چې له الله تعالی سره دې نور معبودان شریک وګڼل شي او هغوی دې د خلکو لپاره قوانین او شریعتونه جوړ کړي، چې خلک یې داسې پیروي وکړي لکه څنګه چې د الله تعالی د عقیدې او شریعت پیروي لازمي ده.
همدارنګه، ځینو ناپوهو کسانو په اسلامي ختیځ کې د لوېدیځ نظریې ته غاړه کېښوده، په داسې حال کې چې اسلامي ختیځ هم د پخوا په څېر نه و پاتې شوی، بلکې هلته هم د علم او ټکنالوژۍ پرمختګونه رامنځته شوي وو، لکه څنګه چې په لوېدیځ کې شوي وو. له همدې امله، هغوی دین پرېښود او د سیکولریزم شعار یې پورته کړ، او د دنیا په خوندونو کې داسې ډوب شول چې د خپلو نیکونو د جهاد او عملي هڅو لاره یې هېره کړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *