فهرست بستن

عصري جاهلیت


لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د معاصرې جاهلیت نالیدلي بوتان
د مطلقې آزادۍ بوت



أ. د آزادۍ تعریف او ماهیت

آزادي له هغو مفاهیمو څخه ده چې په ظاهره اسانه، خو په حقیقت کې ستونزمنه ده. که څه هم آزادي د هر چا په نظر کې په ظاهره روښانه مفهوم لري، خو په عین حال کې د هغې داسې دقیق او منطقي تعریف وړاندې کول، چې ماهیت یې څرګند کړي، ډېر ستونزمن کار دی. یعنې په ظاهره یې مفهوم ساده دی، خو په حقیقت کې ډېر پېچلی دی؛ ځکه کله چې غواړو د هغې یو دقیق او جامع تعریف وړاندې کړو، له ګڼو ستونزو سره مخ کېږو.
دا پېچلتیا تر دې کچې ده چې د بشري افکارو د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو فیلسوفانو، حقوق‌پوهانو او مفکرانو د آزادۍ په اړه بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي دي.د یوه لوېدیځ لیکوال په وینا: د آزادۍ معنا هم د هغو کلمو د معناوو په څېر پراخه او انعطاف‌منونکې ده، لکه نېکمرغي، ښه‌والی، طبیعت او حقیقت؛ تر دې چې له هر ډول تفسیر سره سمون موندلی شي.
نوموړی زیاتوي چې د افکارو د تاریخ په کتابونو کې د آزادۍ لپاره تر دوه سوه ډېرې معناوې لیدل کېږي (برلین، ۱۳۶۸: ۲۳۶).
د آزادۍ هر یو وړاندې شوی تعریف او مفهوم د یوې ځانګړې نړۍ‌لید او بېلابېلو فکري بنسټونو پر اساس رامنځته شوی دی. همدا موضوع څرګندوي چې آزادي یو څو اړخیز او ژور مفهوم دی، چې په ساده توګه ترې سترګې نه شي پټېدلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *