لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
سیکولاریزم
د سیکولاریزم د خپرېدو لارې؛ دویم: په رسنیو کې د سیکولاریزم خپرول (دوام)
عقیده او اخلاق د اسلام بنسټونه دي. کله چې بنسټونه ونړېږي، نو ودانۍ به څنګه پر خپل ځای ولاړه پاتې شي؟ ځکه ودانۍ پر بنسټونو جوړېږي. د فساد د خپرېدو کچې هم توپیر لري؛ سینما د فساد په خپرولو کې ډېر خطرناک رول لري، ورپسې ټلوېزیون، راډیو او بیا غږیزې او چاپي رسنۍ راځي.
همدارنګه، په اسلامي هېوادونو کې د فساد او فتنې د رامنځته کولو کچې هم سره توپیر لري. ښايي څوک ووایي: «کېدای شي په یوه هېواد کې د فساد خپرېدل د نورو هېوادونو په پرتله ډېر ستونزمن وي. د بېلګې په توګه، په یوه هېواد کې زنا او لواط، او په بل هېواد کې سود، د شرابو څښل او نور ناروا کارونه ډېر وي.»
موږ وایو: «دا خبره سمه ده چې د دې ستونزې د مخنیوي چارې په ټولو هېوادونو کې یو شان نه دي؛ خو درملنه یې اړینه ده. دا درملنه باید یوازې د شرعي حدودو په پلي کولو پورې محدوده نه وي، بلکې بېلابېلې لارې چارې هم پکې وکارول شي؛ لکه د واک کارول، د فسادګرو مخنیوی او د فساد د مرکزونو له منځه وړل، څو شرعي حدود یوازې پر کمزورو خلکو نه، بلکې پر شتمنو او مخورو کسانو هم یو شان پلي شي.
په همدې توګه، باید په هېواد کې د بېحیایۍ د خپرېدو او ښکاره کېدو مخه ونیول شي؛ ځکه کله چې فحشا خپره او عادي شي، ټولنه په ګناه ککړوي، خلک یې په خپرولو کې ونډه اخلي او د خلکو په نظر کې د جرم اهمیت او ناوړهوالی کمېږي.»
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې چارې)