تألیف: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
سیکولریزم
د سیکولریزم د خپرېدو لارې؛ دویم: په رسنیو کې د سیکولریزم خپرول «دوام»
۵. په اسلامي هېوادونو کې د سیمهپالنې، قومپالنې او ژبني تعصب لپاره د زمینې برابرول.
۶. د شیطاني رسنیو پر پردو فاسقو کسانو ته د فرصتونو برابرول او د متقیانو لرې ساتل. په دغو رسنیو کې ډېری وخت هغو کسانو ته د څرګندېدو او فعالیت فرصت ورکول کېږي چې ښکاره فاسقان وي، په ټولنه کې فساد خپروي او په غلا، چور، غصب او ظلم مشهور وي.
۷. په اسلامي ټولنه کې د شیطاني اقتصادي بازارونو دودول، د سودي بنسټونو تبلیغ او د سود، قمار، احتکار او انحصار رواجول. ځکه ډېری هغه کسان چې کافي پوهه او معلومات نه لري، یا د دغو بنسټونو منافقت او فساد نه شي درک کولای، داسې انګېري چې هر څه د ټلوېزیون پر پرده خپرېږي، مباح دي او د کنټرول وړ نه دي (العیاذ بالله).
په دې توګه، په اسلامي خاوره کې د چل او فریب له لارې خلک په ګناه او فساد ککړوي او په ښکاره توګه ټول خلک دغو ناروا کړنو ته رابولي.
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې)