لیکوال: نهضت
درېیم څپرکی: د لوېدیځ د ژوندانه د سبک پایلې
ټولنیزې پایلې
ب. د جنسیتي هویت کړکېچ (همجنسپالنه او د جنسیت بدلون) – دوام
دین د عامه ژوند له ډګر څخه لرې کول او سیکولرېزم، افراطي فردپالنه چې اخلاقي محدودیتونو ته له پام پرته پر فردي حقونو ټینګار کوي، او اخلاقي نسبيپالنه چې د ارزښتونو په برخه کې د هر ډول مطلق حقیقت شتون ردوي، د دې کړکېچ له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
رسنیو او ښوونیز نظام هم د دې کړکېچ په ژورولو کې مهم رول لوبولی دی. په رسنیزو خپرونو کې د نامتعارفو هویتي بڼو عادي ښودل، ماشومانو ته له کم عمره د جنسیتي سیال مفاهیمو ورزده کول او د ټولنیزو شبکو پراخ اغېز د تنکیو ځوانانو پر هویتجوړونه، هغه عوامل دي چې دغه کړکېچ یې لا ژور کړی دی.
د دې کړکېچ پایلې هم په فردي او هم په ټولنیزه کچه لیدل کېدای شي. په فردي کچه، له رواني ستونزو لکه خپګان، اضطراب او له خپل بدن څخه د پردیتوب له احساس سره مخ کېدل لیدل کېږي. په ټولنیزه کچه بیا د هورموني درملنو او جراحي عملیاتو له امله روغتیايي عوارض، د کورنۍ د بنسټ کمزوري کېدل او د زېږون د کچې ټیټېدل د دې پدیدې له منفي اغېزو څخه بلل کېږي (هماغه سرچینه).
له همدې امله، په لوېدیځ کې د جنسیتي هویت کړکېچ له الهي فطرت او اخلاقي اصولو څخه د لرېوالي ژورتیا څرګندوي. کله چې بېقیده او بېحده ازادۍ د فطري ارزښتونو ځای ونیسي، ټولنه له ژورو انساني کړکېچونو سره مخ کېږي. یوازې د الهي اصولو په لور په بېرته ستنېدو او د انساني فطرت په درناوي سره د دې کړکېچ د پراخېدو مخه نیول کېدای شي.
د پرمختګ وهم (د لوېدیځ ژوند پر سبک کره کتنه)