لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بتان
د مطلقې آزادۍ بت
ب. په لوېدیځ کې د مطلقې آزادۍ د فکر تاریخي ریښې
په لوېدیځ کې د «مطلقې آزادۍ» د فکر تاریخي ریښې د یوه تدریجي بدلون ښکارندويي کوي؛ داسې بدلون چې د منځنیو پېړیو له دیني او اخلاقي محدودیتونو څخه پیل شوی او ورو ورو د یوې سیکولرې او بېقیده مفکورې پر لور تللی دی.
په لوېدیځ کې د آزادۍ د مفهوم د بدلون د بهیر د ښه درک لپاره، کولای شو هغه له یوه موټر سره تشبیه کړو چې د تاریخ په اوږدو کې یې یوه له پېچلتیاوو ډکه لاره وهلې ده. د دې سفر په پیل کې موټر یو لارښوونکی او باوري بریکونه لرل؛ خو ورو ورو هم لارښوونکی او هم بریکونه له ډګره ووتل او د موټر برخلیک باد ته وسپارل شو.
د دې سفر په لومړي تمځای، یعنې د منځنیو پېړیو په پېر کې، د آزادۍ موټر د هغو الهي لارښوونو له مخې روان و چې مسیحیت پرې باور درلود او د الهي ارادې په نوم یې یادولې. مسیحي سپېڅلیو شخصیتونو، لکه اګوستین، په خپل کتاب «د خدای ښار» کې رښتینې آزادي د الله تعالی د ارادې او الهي قوانینو په پیروۍ پورې تړلې بلله (قدیس، ۱۳۹۸: ۸۹۴–۸۹۵).
په حقیقت کې، مسیحي سپېڅلي شخصیتونه د موټر پر سټیرینګ ناست وو او د الهي نقشې له مخې یې د هغه مسیر ټاکه. په دې لاره کې دیني او اخلاقي بریکونه هم د مسیحیت د معیارونو له مخې پر خپل وخت او مناسب ځای کې کارول کېدل، څو موټر له خپلې لارې څخه منحرف نه شي.
عصري جاهلیت