لیکوال: محبوبی
لسم څپرکی: اسلامي نظام
د اسلام مهمې بُعدونه
ج. سیاسي بُعد
د اسلام سیاسي نظام د هراړخیزو او متوازنو قوانینو او لارښوونو په وړاندې کولو سره، د لوېدیځو نظامونو او فکري مکتبونو لکه لیبرالې ډیموکراسۍ، سیکولرېزم او امپریالېزم پر وړاندې د یوه بشپړ او اغېزمن بدیل په توګه مطرح کېږي. دغه نظام نه یوازې په ټولنه کې عدالت او امنیت ته پاملرنه کوي، بلکې د شورا، عدالت او جهاد پر اصلونو په ټینګار سره یوه پرمختللې او باثباته ټولنه رامنځته کوي.
په داسې حال کې چې لوېدیځ نظامونه د افراطي فردپالنې، شخصي ګټو او استثمار له امله یوه ناعادلانه او بېثباته ټولنه رامنځته کړې ده، اسلام د خلکو پر ګډون، ټولنیز عدالت او د مظلومانو پر دفاع په ټینګار سره یوه متوازنه او عادلانه ټولنه رامنځته کوي.
۱. شورا: د اسلام سیاسي نظام د شورا د اصل له لارې د خلکو ګډون تضمینوي. قرآن کریم په سورة الشوری کې فرمایي:
«وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَیْنَهُمْ» (الشوری: ۳۸)
ژباړه: (او خپل کارونه په خپلمنځي مشورې سره ترسره کوي).
دا آیت څرګندوي چې په اسلامي ټولنه کې مهمې پرېکړې باید د خلکو په ګډون او له هغوی سره د مشورې له لارې ترسره شي.
په داسې حال کې چې په لوېدیځو نظامونو کې ډیموکراسي ډېری وخت د ځانګړو ډلو د ګټو د تحقق لپاره په یوې وسیلې بدله شوې ده، اسلام د شورا پر اصل په ټینګار سره په حکومتولۍ کې د خلکو رښتینی ګډون تضمینوي.
په اسلام کې شورا یوازې له پوهانو او نخبهګانو سره د مشورې کولو په معنا نه ده، بلکې د ټولنې د ټولو قشرونو ګډون هم د مهمو پرېکړو په کولو کې رانغاړي. دغه اصل د دې لامل کېږي چې اسلامي حکومت ځوابویونکی او ولسي وي او د عامه ګټو تأمین خپل لومړیتوب وګرځوي.
البته، په اوسني عصر کې د نفوسو د زیاتوالي او له ټولو خلکو سره د مستقیمې مشورې د نه امکان له امله، د هېواد مشر یا د ټولنې رهبر کولای شي د خپلې اسلامي او دیني پوهې، بصیرت او آګاهۍ پر بنسټ د خلکو استازیتوب وکړي او هغه څه چې د خلکو او ټولنې په خیر او مصلحت کې ګڼي، د هغوی د استازي په توګه یې په خپلو لارښوونو او پرېکړو کې د ټولنې لپاره عملي کړي.
پر سیاسي اندونو کره کتنه