لیکوال: محبوبی
لسم څپرکی: اسلامي نظام
د اسلام مهم اړخونه
ج. سیاسي اړخ (دوام)
عدالت: د اسلام سیاسي نظام عدالت د خپلو بنسټیزو اصولو له ډلې څخه ګڼي. په قرآن کریم کې د نحل سورت په ۹۰ آیت کې راغلي دي: «إِنَّ اللَّهَ یَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ»
ژباړه: (بېشکه الله تعالی د عدل او نېکۍ امر کوي).
دا آیت څرګندوي چې عدالت یوازې یو اخلاقي ارزښت نه دی، بلکې الهي حکم دی چې باید د ټولنې په ټولو برخو کې پلی شي.
په داسې حال کې چې په لوېدیځو نظامونو کې عدالت ډېری وخت د سیاسي او اقتصادي ګټو تر اغېز لاندې راځي، اسلام د عدالت پر بشپړ پلي کېدو په ټینګار سره دا تضمینوي چې د ټولنې ټول وګړي، پرته له دې چې ټولنیز او اقتصادي موقف یې څه وي، له خپلو حقونو څخه برخمن شي.
په اسلام کې عدالت قضايي، اقتصادي او ټولنیز عدالت رانغاړي او موخه یې د یوې عادلانه او متوازنې ټولنې رامنځته کول دي.
پرسیاسي اندونو کره کتنه