فهرست بستن

پټ حقایق (په افغانستان کې د امریکا جنایتونه)

لیکوال: محبوبی
دویم څپرکی: افغانستان د اشغال په درشل کې
د پخواني شوروي اتحاد سقوط او وتل

ب. د بریا بیه: د یوه نسل وینه
له پخواني شوروي اتحاد سره جګړې افغانستان د ورانۍ کندې ته ورټېل واهه. له یو میلیون څخه زیات شهیدان، درې میلیونه معلولین او پنځه میلیونه کډوال، د دې مقاومت دروند قیمت و. ښارونه او کلي له خاورو سره خاورې شول او د هېواد اقتصادي نظام له منځه ولاړ. خو تر ټولو دردناکه دا وه چې په دې جګړه کې یو داسې نسل را لوی شو چې له جګړې او تاوتریخوالي پرته یې بل څه نه وو لیدلي.
افغان ماشومان د ګاونډیو هېوادونو په کمپونو کې لوی شول، په داسې ښوونځیو کې چې تر ډېره د پوځي بنسټونو بڼه یې لرله. دغو ماشومانو چې باید په عادي ښوونځیو کې یې زده کړې کړې وای، د کتاب او کتابچې پر ځای ټوپکونه په لاس کې واخیستل. هغوی د جګړې هغه اولادونه وو چې له جګړې پرته یې بله لار نه پېژندله.
که څه هم دې بریا د افغانستان لپاره د آزادۍ رڼا را وځلوله، خو درانه لګښتونه یې پر ځای پرېښودل. مادي ورانۍ یوازې د دې سترې غمیزې یوه برخه وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *