شهید مولوي عبدالحمید نوراني – تقبله الله –
پنځمه برخه
شهادت؛ د یوه اتل عروج – دوام
د دې ستر شخصیت شهادت د افغانستان په لوېدیځ کې د جهاد پر پیکر ژوره ضایعه وه. یو څراغ مړ شو، یو والي، عالم او مجاهد له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې؛ خو د شهید وینه هېڅکله بېګټې نه ځي. د هغه لار همداسې روانه پاتې شوه او د مبارزې سنګرونه تر پخوا لا تود شول.
د فراه ولایت د شهیدانو، په ځانګړي ډول د شهید نوراني، سرښندنې او مبارزې په پایله کې په دغه ولایت کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو حضور پای ته ورسېد او نن د دې ولایت په ټولو سیمو کې د سولې او ارامۍ احساس ژوندی شوی دی.
دا هماغه الهي وعده ده چې الله تعالی فرمایلي دي:
«وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ»
(آل عمران، ۱۳۹)
ژباړه: مه کمزوري کېږئ او مه غمجن کېږئ؛ تاسې به برلاسي یاست، که چېرې مؤمنان یاست.