فهرست بستن

عصري جاهلیت

لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بوتان
د مطلقې آزادۍ بت



د. مطلقه آزادي او د هر ډول دیني او اخلاقي ارزښتونو ردول (دوام)

دا پدیده، یعنې مطلقه آزادي، په اسلامي هېوادونو کې هم د فرهنګي او فکري یرغلونو له امله په لږو بڼو دود شوې ده؛ داسې چې ځینې مسلمانان په قصدي یا غیرقصدي ډول د فکري او فرهنګي یرغلونو تر اغېز لاندې د دې ډول آزادۍ ملاتړ کوي او ځانونه د یوه مدرن او عصري انسان په توګه معرفي کوي؛ خو له دې حقیقت څخه ناخبره دي چې دا پدیده په حقیقت کې په اوسنۍ زمانه کې د شرک یوه بڼه ده.
د اسلامي تعریف له مخې، شرک د الله تعالی پر ځای د بل هر څه تقدیس او سپېڅلتیا ته رسولو ته ویل کېږي. نن ورځ مطلقه آزادي د یوه مطلق او نه‌بحث کېدونکي حق په توګه د بت مقام خپل کړی او د معاصر لوېدیځ په فکري، حقوقي او ټولنیزو جوړښتونو کې په سیستماتیک ډول ځای پر ځای شوې ده.
دا نامرئی بت د معاصرو ټولنو په ذهنونو کې د یوه سپېڅلي او مطلوب حقیقت په توګه نمانځل کېږي؛ تر دې چې ان هغه کسان چې پر دې اصل باور لري او ستاینه یې کوي، ډېری وخت نه پوهېږي چې په حقیقت کې د یوه «بت» عبادت کوي.
د آزادۍ دې ډول سپېڅلي ګڼلو نه یوازې انساني اړیکې کمزورې کړې دي، بلکې د اخلاقي چوکاټونو په له منځه وړلو سره یې ټولنه د ټولنیزو او معنوي ګډوډیو پر لور سوق کړې ده. ځان‌وژنه، خپګان او اضطراب د دې آزادۍ د پایلو څرګندې بېلګې دي.
په داسې حال کې چې رښتینې آزادي یوازې د الهي لارښوونو په رڼا کې، د اخلاقو، مسؤولیت‌منلو او د نورو د درناوي له لارې ترلاسه کېدای شي.
له همدې امله، مطلقه آزادي د یوې ځان‌محورې ایډیالوژۍ په توګه انسان د حقیقي تکامل له لارې باسي او د نفساني غوښتنو په بند او عصري شرک کې یې راګیر کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *