سرلیک: د ډیموکراسۍ حقوق او آزادۍ په لاندي ډول دي:
۸- د زده کړې او علم حق:
په ډيموکراسۍ کې انسان د هر ډول علم د زده کړې پوره آزدي او حق لري که څه هم چې هغه د جادو علم وي.
۹- په هر څه کې د نارينه و او ښځینه و مساوات :
په ډیموکراسۍ کې ښځه او نر دواړه یو ډول حقوق او آزادۍ لري. هر څه چې نارينه کولای شي، ښځې هم بايد له هغو څخه منع نه کړای شي. نارینه پر ښځو د قیمومیت او واکمنۍ حق نه لري بلکې دواړه يو د بل په وړاندې مساوي متقابل حقوق لري. د دغو حقوقو ترڅنګ یو لړ نور حقوق هم د ډيموکراسۍ له مهمو حقوقو څخه ګڼل کېږي چې په هغو کې د (سياسي پلورالیزم) او (ديني پلورالیزم) حقوق او آزادی هم راځي.
سیاسی پلورا لیزم:
سياسي پلورالیزم د سياسي احزابو د تعدد په معنی دی. یعني په ډيموکراتيکه ټولنه کې خلک بېلابېل سياسي احزاب جوړولای شي. دغه سياسي احزاب د بېلابېلو قومي او اېډيالوژيکو اجنداؤ او نظرياتو د پرمخ بیولو لپاره تأسیسېږي او بیا واک ته د رسېدلو لپاره د رقابت له مختلفو وسايلو او طريقو څخه کار اخلي.
ډېرځله داسې پېښېږي چې قدرتمن استعماري دولتونه په نورو دولتونو کې خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره احزاب جوړوي، او بيا يې د بېلابېلو طريقو له لاري قدرت ته رسوي ترڅو د هغو له لاري آزاد هېوادونه خپلې مستعمرې وګرځوي او خپل مصالح ورکښې تأمين كړي.
فکري پوهنه، عبدالهادي «مجاهد» ( د دوولسمې برخې ادامه)