شهید شیخ الاسلام رحیم الله حقاني
پنځمه برخه:
بالاخره، له کلونو کلونو بېریا جهاد، خالصانه خدمت او د کړاوونو پر وړاندې له صبر وروسته، د رخصتۍ ورځ راورسېده. د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د اسد میاشتې په پنځمه نېټه، د کابل ښار د شپږ درک سیمې په «الجامعة المحمدیه» کې، په داسې حال کې چې په تدریس او د علم په خپرولو بوخت و، د خوارجو له لوري په شهادت ورسېد. «إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ».
د هغه شهادت ستره غمیزه وه؛ یو داسې ستوری چې د جهاد له افقه ولوېد. خو آیا دا د لارې پای دی؟ هېڅکله نه. شهادت پای نه، بلکې بیاځلي زېږېدنه ده؛ د الهي رحمت تر سیوري لاندې د تلپاتې ژوند پیل دی. الله تعالی دغه لوړ مقام هغه ته ځکه ورپه برخه کړ، چې خپل ټول عمر یې د الله د کلمې د لوړوالي لپاره وقف کړی و. هغه په قلم او توره، په صبر او مېړانه، د ظلم څېره بربنډه کړه او د آزادو انسانانو لپاره یې لاره روښانه کړه.
نن ورځ د هغه نوم او یاد د خلکو په زړونو کې ژوندی دی. اې اللهه! د هغه شهادت قبول کړه، درجې یې په فردوس جنت کې لوړې کړه او د هغه ویاړلې لاره د آزادو انسانانو په مسیر کې د تل لپاره د روښانه څراغ په توګه ژوندۍ وساته.
د علم او جهاد د دې ستر سالار شهادت، د ظلم پر ضد د مبارزې د نوي فصل پیل دی. نن زموږ دنده، په ځانګړي ډول د افغانستان د غیرتي ځوان نسل، دا ده چې له دغو سترو شخصیتونو الهام واخلي او د هغوی لاره تعقیب کړي. هغوی باید پوه شي چې د دین، وطن او ناموس دفاع یوازې هغه وخت معنا پیدا کوي چې انسان د ځان او مال قربانۍ ته تیار وي، لکه څنګه چې شهید حقاني خپل ټول وجود د اخلاص پر دسترخوان کېښود.
هیله ده چې د دې خاورې بچیان به تل شهیدان خپل حقیقي اتلان ګڼي او د هغوی په مکتب کې به دیني او ملي غیرت زده کوي، ترڅو د جهاد کاروان د الهي عدالت تر راڅرګندېدو او د ظلم تر لهمنځه تلو پورې روان پاتې شي او دا مقدسه لاره هېڅکله د الله له مخلصو بندګانو تشه نه شي.
د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!