شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (رحمه الله)
شپږمه برخه
شهادت؛ د یوه رهبر د عروج ټکی
بالاخره د فراق ورځ راورسېده. هغه د شنبې ورځ وه، د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم څوارلسمه، چې د ۱۳۹۵ هجري شمسي کال د غبرګولي له لومړۍ نېټې او د ۲۰۱۶ میلادي کال د مې له ۲۱مې سره برابره وه. د کندهار د ریګستان او د بلوچستان د نوشکي ترمنځ په سرحدي سیمه کې، د امریکا د بېپیلوټه الوتکې له لوري د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور موټر په نښه شو.شهادت، هغه جام چې کلونه یې د ترلاسه کولو هیله لرله، بالاخره ور په برخه شو. «إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ». ملا اختر محمدمنصور خپل ټول عمر په جهاد کې تېر کړ او په پای کې یې خپله خوږه ساه د الله تعالی په لاره کې قربان کړه. خو د هغه شهادت، د دښمن د تصور خلاف چې ګومان یې کاوه اسلامي امارت به فلج کړي، په داسې لمبه بدل شو چې د مجاهدینو عزم یې لا پیاوړی او ټینګ کړ. دښمن فکر کاوه چې د رهبر په فزیکي له منځه وړلو سره به هغه ستر تحریک ختم کړي چې د خلکو په ایمان کې ریښې لري.خو هغوی له دې حقیقت څخه ناخبره وو چې د شهیدانو وینه د جهاد اور نه مړ کوي، بلکې لا یې بلوي او تودوي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:«وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ» (آل عمران، ۱۶۹)؛ ژباړه: هېڅکله ګومان مه کوئ چې د الله په لاره کې وژل شوي کسان مړه دي، بلکې هغوی ژوندي دي او د خپل رب له لوري روزي ورکول کېږي.
د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!