شهید غلام یحیی اکبري (سیاوشاني) رحمه الله
لومړۍ برخه
افغانستان تل د ظلم او تېري د طوفانونو پر وړاندې د یوه ټینګ او نه ماتېدونکي غر په څېر ولاړ پاتې شوی دی. له هغې ورځې چې انګلیسي استعمار د دې خاورې پر لور ګام کېښود، تر هغه وخته چې د شوروي اتحاد سره پوځ په خپل ټول نظامي ځواک پرې یرغل وکړ، او وروسته د امریکا او د هغې د متحدینو د شل کلن اشغال تر مودې پورې، دې هېواد هېڅکله سر نه دی ټیټ کړی. د دې پایښت او مقاومت راز باید د هغو مېړنیو او دیندارو شخصیتونو په غیرت او همت کې ولټول شي چې د تاریخ په هر پړاو کې یې د سپینو وېښتانو او سره زړونو سره د کفر او اشغال پر وړاندې درېدل غوره کړي دي.
د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر اوومه هغه ورځ وه چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بوش د افغانستان د اشغال فرمان صادر کړ. داسې فرمان چې موخه یې په دې خاوره کې د ایمان د رڼا مړه کول وو؛ خو هغوی نه پوهېدل چې دا خاوره د ايرو لاندې اور دی، او هر وخت ترې یو نوی اتل راټوکېږي. الله تعالی فرمايي: «وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ» (آل عمران: ۱۳۹)؛ یعنې: «مه کمزوري کېږئ او مه خپه کېږئ، تاسې به برلاسي یاست که مؤمنان وئ.»
دا مبارک آیت د هغو مجاهدینو د زړونو مرهم و چې د ډېرو محدودو امکاناتو سره یې د نړۍ د سترو قدرتونو پر وړاندې مبارزه کوله.
د دې لیکنې پاتې برخه هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار په ۱۰ بجو زموږ په ټولنیزو پاڼو کې تعقیب کړئ!