شهید ملا محمد صادق (احسان الله) – تقبله الله
لومړۍ برخه
د فراه ولایت په سوځنده دښتو او وچو غرونو کې داسې چیغه پورته شوه، چې انګازې یې لا هم د افغانستان په معاصر تاریخ کې پاتې دي؛ دا د غیرت، ایمان او مقاومت له جنسه یوه چیغه وه.په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته، هېواد د سختو جګړو او ولسي مقاومت په یوه واقعي ډګر بدل شو. په دې منځ کې، فراه ولایت د مجاهدینو له مهمو سنګرونو څخه و، چې د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې یې په مقاومت کې د پام وړ رول ولوباوه. د دې ولایت له کوڅو او کليو نیولې، تر لرې پرتو سیمو پورې د مقاومت غږ انګازې کولې. داسې نارینه وو چې په تش لاسونو او ټینګې ارادې، د نړۍ د تر ټولو پرمختللي جنګي ماشین پر وړاندې ودرېدل او په وینه او ټینګې عقیدې یې تاریخ جوړ کړ.د دغو تلپاتې څېرو په منځ کې، شهید ملا محمد صادق (احسان الله) د فراه د جهاد په اسمان کې د یوه ځلانده ستوري په څېر ځلېږي. هغه داسې سړی و چې د غیرت او مېړانې له کورنۍ څخه وزېږېد او نوم یې د دې خاورې په تاریخ کې د تل لپاره ژوندی پاتې شو.په ۱۳۵۳ هجري لمریز کال کې، د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ د برنګک په کلي کې، په یوه دینداره او متعهده کورنۍ کې یو ماشوم نړۍ ته سترګې وغړولې، چې وروسته د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد او مقاومت له مخکښو څېرو څخه وګرځېد.
نوم یې محمد صادق او جهادي نوم یې احسان الله و. هغه د حاجي میر احمد خان زوی او د احمد شاه خان لمسی و.ه ماشومتوبه د هغه په څېره کې د ستر شخصیت نښې له ورایه ښکارېدې؛ سترګې یې له ایمان او زړه یې له مېړانې ډک و، چې هېڅکله یې د ظلم پر وړاندې سر نه ټیټاوه.رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:«إِنَّ اللَّهَ يَرْفَعُ بِهَذَا الْكِتَابِ أَقْوَامًا وَيَضَعُ بِهِ آخَرِينَ» (رواه مسلم)ژباړه: «بېشکه الله تعالی د دې کتاب (قرآن کریم) په وسیله ځینې قومونه لوړوي او ځینې نور ټیټوي.»شهید احسان الله له هغو کسانو څخه و، چې الله تعالی د قرآن کریم او د هغه په لار کې د جهاد په وسیله لوړو درجو ته ورساوه.
د مطلب دوام هره دوشنبې او چهارشنبې د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!