شهید حاجي ملا عبدالرحمن (حاجي نېکه) – تقبلهالله
دویمه برخه
له ماشومتوبه د جهاد ترپیل پورې
د دغو اوسپنیزو نارینهوو په منځ کې داسې یو نوم هم وځلېد چې له زړورتیا او له ولس سره له مینې سره تړلی و: شهید حاجي ملا عبدالرحمن، چې په «حاجي نیکه» مشهور و. په ۱۳۵۳ لمریز کال کې، د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په یوه دینداره او اصیلې کورنۍ کې داسې ماشوم نړۍ ته سترګې وغړولې چې وروسته د اشغال پر وړاندې د مقاومت په یوه له مهمو څېرو بدل شو. هغه د ملا محمد هاشم زوی و.
له هماغه ځوانۍ څخه د جهاد او د دین او وطن د خدمت مینه د هغه په زړه کې بل شوه، او ډېر ژر یې نوم د اشغال پر وړاندې د مبارزې د یوه پېژندل شوي شخصیت په توګه پر خولو وګرځېد.
حاجي نیکه یوازې یو زړور مجاهد نه و، بلکې داسې شخصیت و چې د خلکو ترمنځ د یوه زړور، با غیرته او ولسدوسته انسان په توګه یې شهرت درلود. هغه تل د خلکو ملګری او خواخوږی و، او د هغوی رضایت او خدمت یې د خپلو چارو په سر کې ځای درلود.
رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمایي:
«خَيْرُ النَّاسِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ»
ژباړه: تر ټولو غوره انسانان هغه دي چې خلکو ته تر ټولو ډېره ګټه رسوي.
حاجي نیکه د دې مبارک حدیث بشپړ مصداق و؛ هغه په خپل ټول توان د خپل ولس لپاره مبارزه کوله، د هغوی د خیر او هوساینې لپاره یې هڅې کولې او د خلکو خدمت یې خپل مسؤولیت باله.
د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!
د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت