شهید حاجي ملا عبدالرحمن (حاجي نېکه) – تقبلهالله
څلورمه برخه
د شهیدانو له کاروان سره یوځای کېدل
خو بالاخره د مخه ښې ورځ راورسېده. د ۱۳۹۳ لمریز کال د سنبلې ۲۱مه، د سهار شاوخوا ۹ بجې، حاجي نیکه له خپلو څو وفادارو ملګرو سره یوځای د اشغالګرو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکې تر برید لاندې راغی. په هغه سهار د فراه اسمان د یوې پاکې روح د عروج شاهد و. د شهادت جام یې وڅښه او د شهیدانو له کاروان سره یوځای شو. «إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې ده، هېڅوک د الله په لار کې نه ټپي کېږي ـ او الله ښه پوهېږي چې څوک د هغه په لار کې ټپي کېږي ـ مګر دا چې د قیامت په ورځ به داسې راشي چې له ټپ څخه یې وینه بهېږي؛ رنګ به یې د وینې په څېر وي او بوی به یې د مشکو په څېر وي.» (متفق علیه)
د حاجي نیکه شهادت یوه ستره ضایعه وه؛ یو څراغ مړ شو او د مجاهدینو له منځه یو تکړه مشر پورته شو. خو مجاهدینو د هغه لار ته دوام ورکړ او د مبارزې سنګرونه یې هماغسې تود وساتل. د شهیدانو وینه هېڅکله نه ضایع کېږي؛ بلکې داسې سیند ګرځي چې د آزادۍ ونې خړوبوي.
نن د بکوا خاوره د غیرت بوی ورکوي او د فراه بادونه د شهادت کیسې زمزمه کوي. د حاجي نیکه نوم د خپل ولس په زړونو کې تلپاتې دی او لار یې له لارویانو ډکه ده. هیله ده چې د دې خاورې ځوان نسل له داسې کسانو الهام واخلي او پوه شي چې عزت یوازې د ایثار او د ظلم پر وړاندې د مبارزې په سیوري کې ترلاسه کېږي. تر هغه چې داسې کسان په دې خاوره کې اوسېدلي او اوسېږي، افغانستان به هېڅکله پر ګونډو نه شي.
هیله ده چې د دې نېکسړي جهاد او شهادت د الله تعالی په دربار کې قبول او منظور شي او په جنت الفردوس کې یې درجې لوړې کړي! آمین یا رب العالمین.
د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!