شهید الحاج ملا سلطان محمد آخند او شهید مولوي صابر (پلار او زوی) – تقبلهما الله –
دویم برخه : دوام
شهید الحاج ملا سلطان محمد آخند «دوام»
بالابلوک، چې د شل کلن اشغال پر مهال یې د سختو او درنو جګړو شاهد و، په فراه کې د مجاهدینو د مهمو فتوحاتو له سیمو څخه وګرځېد. مجاهدینو شپه او ورځ د مبارزې په تودو سنګرونو کې تېرول او شهید سلطان محمد آخند په دې منځ کې د اشغالګرو پر وړاندې پر یوه سرسخته څېره بدل شو.
هغه په خپل اخلاص، زړورتیا او تدبیر سره د وطن د دفاع سنګرونه تود ساتل او د ځوان نسل لپاره پر یوه بېلګه بدل شو. خو زمانې د دې زړور سپین ږیري لپاره بل پای لیکلی و.
په ۱۳۹۱ لمریز کال کې، د هرات په ولایت کې، شهید سلطان محمد آخند د شهادت لوړې درجې ته ورسېد. «إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ».
جسد یې په خاورو کې آرام شو، خو روح یې د الله تعالی د رحمت پر لور والوته او نوم یې په تاریخ کې تلپاتې پاتې شو.
د مطلب دوام هره دوشنبه او چهارشنبه د سهار پر ۱۰ بجو زموږ د ټولنیزو پاڼو څخه تعقیب کړئ!