لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
ټولنیز بدلون
لوېدیځ له موږ څخه څه غواړي؟
په پیل کې د هغوی موخه څرګنده او روښانه ده؛ هغه دا چې مسلمانان له خپل دین څخه واړوي او بل دین ته یې راوبولي. دا موخه د عیسویت دین ته د خلکو د بلونکو په ویناوو کې په څرګنده توګه لیدل کېږي.
وروسته، که د مسلمانانو عیسوي کول ستونزمن وي، نو یوازې له خپل دین څخه د هغوی اړول هم د دوی لپاره لومړنی هدف ګڼل کېږي. یعنې دوی هڅه کوي چې لومړی مسلمانان له خپل دین څخه لرې کړي او بیا یې عیسویت ته دعوت کړي.
که په احتمالي توګه دا کار هم ناشونی وي، نو په درېیم پړاو کې هڅه کوي چې مسلمانان له خپل دین څخه لرې وساتي. د همدې موخې لپاره ډېری وخت د «لوېدیځپالنې» او «ټولنیز بدلون» اصطلاحات کارول کېږي.
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې)