لیکوالان: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
ټولنیز بدلون
د ټولنیز بدلون معنا او له سیاسي بدلون سره یې اړیکه
پر ختیځ، مصر، سوډان، ترکیې، عراق، ایران او پاکستان باندې پوځي بریدونه د ټولنیز بدلون یو مهم لامل وو. عرب پوځي مشران هم په دې بهیر کې شریک وو؛ هغوی د چټک ټولنیز بدلون غوښتونکي وو.
خو اوس په ختیځ کې د لوېدیځ اغېزې تر دې کچې رسېدلې دي چې له منځه وړل یې ستونزمن برېښي. ان هغه عربان چې هېڅکله یې اروپا نه ده لیدلې، لوېدیځوال شوي دي؛ له همدې امله لوېدیځ ختیځ پرېښود، ځکه دا سیمه اوس تر ډېره لوېدیځواله شوې ده.
عرب مشران له خلکو سره په دوو لارو چلند کوي:
١.په سیاسي ډګر کې لوېدیځ ردوي.
٢ خو په فرهنګي ډګر کې خلک لوېدیځ ته لېږي.
یعنې، که څه هم د لوېدیځ ظاهري حضور نشته، خو د فکري اړخ له مخې د هغوی پیروي او تقلید کېږي.