فهرست بستن

پر سیاسي اندونو کره کتنه

لیکوال: محبوبی
لسم څپرکی: اسلامي نظام
د اسلام قلمرو


اسلامي نظام د یوه الهي او جامع نظام په توګه، د انسان د ژوند په ټولو برخو کې د هغه بنسټیزو اړتیاوو ته ځواب وایي. دغه نظام پر الهي سرچینو، یعنې قرآن کریم او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر سنتو ولاړ دی او د انسان د فردي، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او معنوي ژوند په ټولو برخو کې منظم او هر اړخیز پروګرام وړاندې کوي.
قرآن کریم په ګڼو آیتونو کې ټینګار کوي، چې اسلام د ټولو انسانانو لپاره، په ټولو زمانو او ځایونو کې راغلی دی. همدا جامعیت او بشپړتیا اسلامي نظام د یوه بدیل نظام په توګه معرفي کوي، چې له لوېدیځو بشري نظامونو څخه لوړ او پراخ دی؛ ځکه اسلامي نظام د الله تعالی پر لارښوونو تکیه کوي او له هغو تېروتنو او نیمګړتیاوو څخه لرې دی، چې په بشري نظامونو کې لیدل کېږي.
دغه نظام نه یوازې معنوي او دیني اړخ ته، بلکې اعتقادي، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او نورو اړخونو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *