تألیف: علي محمد جریشه او محمد شریف الزیبق
د ټولنیز بدلون او لوېدیځپالنې وسایل
سیکولریزم
د. سیکولریزم د خپرېدو لارې؛ دویم: په رسنیو کې د سیکولریزم خپرول «دوام»
هغه څه چې زموږ په هېواد، افغانستان، کې د امریکا او د هغې د متحدینو د شل کلن اشغال پر مهال د ټلوېزیونونو له لارې خپرېدل، په ښکاره توګه یې موخه د خلکو د عقایدو او اخلاقو له منځه وړل وو. په سریالونو، فلمونو، ډرامو او نورو خپرونو کې یې لاندې موخې نغښتې وې:
۱. د هندي، ترکي او نورو سریالونو له لارې په اسلامي ټولنه کې د الحاد، نصرانیت، یهودیت او بودیزم د عقایدو په پراخه او فریبکارانه توګه خپرول.
۲. د پردیو نارینهوو او ښځو ګډ ژوند ته وده ورکول، د بېحجابۍ، فحشا او موسیقۍ خپرول.
۳. د خلکو په کوچنیو او فرعي موضوعاتو بوختول او له سترو او مهمو قضیو څخه د هغوی غافلول. د بېلګې په توګه، د تعلیم پر ځای لوبو او ورزش ته پراختیا ورکول او تبلیغات ورته کول، څو په پایله کې ټول خلک په دغو چارو بوخت شي. همدارنګه، د تعلیمي، اقتصادي او ښوونیزو شخصیتونو پر ځای د موسیقۍ د ستورو معرفي کول، څو خلک په بېګټې، ناروا او فحش کارونو بوخت وساتي او له خپلو اصلي موخو څخه یې واړوي.
۴. ښځو ته د خپلو مېړونو د پرېښودو ښوونه، او همدارنګه د مېړونو پر وړاندې د ښځو نافرمانۍ او سرغړونې ته هڅول؛ په دې توګه د کورنۍ د نظام ویجاړول او د مېړه او مېرمنې ترمنځ د باور او ډاډ له منځه وړل.
فکري روزنه (د اسلامي نړۍ پر وړاندې د فکري جګړې لارې)