لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بتان
د مطلقې آزادۍ بت
أ. د آزادۍ تعریف او ماهیت «دوام»
د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو دینونو او سیاسي، فلسفي او ټولنیزو مکتبونو ترمنځ د آزادۍ د بېلابېلو بڼو له شتون سره، موږ د یوې داسې پدیدې شاهدان یو چې د «مطلقې آزادۍ» په نوم یادېږي او په حقیقت کې پر یوه بت بدله شوې ده.
مطلقه آزادي هغه حالت ته ویل کېږي چې پکې آزادي د یوه سپېڅلي او نهمنل کېدونکي ارزښت په توګه، له هر ډول اخلاقي، دیني او ټولنیزو محدودیتونو څخه پورته وګڼل شي او په خپله وروستۍ موخه بدله شي.
دا مفهوم له رښتینې آزادۍ سره توپیر لري؛ ځکه رښتینې آزادي د تعادل او مسؤلیتمننې په چوکاټ کې عملي کېږي، خو مطلقه آزادي ځانمحوره ایډیالوژي ده چې هر ډول نیوکه او محدودیت د «ځپنې» په توګه ګڼي.
د لیبرالیزم فیلسوف، جان سټوارټ مېل، په خپل کتاب «د آزادۍ په اړه رساله» کې آزادي د بهرني لاسوهنې د نشتوالي په توګه تعریف کړې ده؛ خو دا تعریف چې اخلاقي مسؤلیتونه په پام کې ونه نیسي، په چټکۍ سره د «مطلقې آزادۍ» په مفهوم بدلېدای شي.
د مېل په وینا، یوازینی هدف چې د فرد د آزادۍ د محدودولو لپاره مشروع دلیل ګڼل کېدای شي، نورو ته د زیان رسولو مخنیوی دی (مېل، ۱۳۸۵: ۱۴).
خو په عملي ډګر کې دغه اصل د اخلاقي محدودیتونو پر ځای، د هر ډول چلند د توجیه کولو په وسیله بدل شوی دی.
د آزادۍ دا افراطي برداشت چې هر ډول اخلاقي او دیني محدودیتونه ردوي، په پای کې انسان د خپلو نفساني غوښتنو او هوسونو په منګولو کې غلاموي.
کله چې هر فرد ځان ته اجازه ورکړي چې له هر ډول اصولو او قواعدو پرته هر کار ترسره کړي، نو په داسې ټولنه کې به ګډوډي او بېعدالتي حاکمه شي؛ ځکه رښتینې آزادي یوازې د تعادل، مسؤلیتمننې او نورو ته د درناوي په چوکاټ کې ممکنه ده.
له دغو محدودیتونو پرته، آزادي د یوه نالیدلي بت په څېر انسان د انسانیت له اصلي لارې څخه لرې کوي.
عصري جاهلیت