فهرست بستن

عصري جاهلیت

لیکوال: نهضت
دویم څپرکی: د عصري جاهلیت پټ بتان
د مطلقې آزادۍ بت


ب. په لوېدیځ کې د مطلقې آزادۍ د فکر تاریخي ریښې
په لوېدیځ کې د «مطلقې آزادۍ» د فکر تاریخي ریښې د یوه تدریجي بدلون ښکارندويي کوي؛ داسې بدلون چې د منځنیو پېړیو له دیني او اخلاقي محدودیتونو څخه پیل شوی او ورو ورو د یوې سیکولرې او بې‌قیده مفکورې پر لور تللی دی.
په لوېدیځ کې د آزادۍ د مفهوم د بدلون د بهیر د ښه درک لپاره، کولای شو هغه له یوه موټر سره تشبیه کړو چې د تاریخ په اوږدو کې یې یوه له پېچلتیاوو ډکه لاره وهلې ده. د دې سفر په پیل کې موټر یو لارښوونکی او باوري بریکونه لرل؛ خو ورو ورو هم لارښوونکی او هم بریکونه له ډګره ووتل او د موټر برخلیک باد ته وسپارل شو.
د دې سفر په لومړي تمځای، یعنې د منځنیو پېړیو په پېر کې، د آزادۍ موټر د هغو الهي لارښوونو له مخې روان و چې مسیحیت پرې باور درلود او د الهي ارادې په نوم یې یادولې. مسیحي سپېڅلیو شخصیتونو، لکه اګوستین، په خپل کتاب «د خدای ښار» کې رښتینې آزادي د الله تعالی د ارادې او الهي قوانینو په پیروۍ پورې تړلې بلله (قدیس، ۱۳۹۸: ۸۹۴–۸۹۵).
په حقیقت کې، مسیحي سپېڅلي شخصیتونه د موټر پر سټیرینګ ناست وو او د الهي نقشې له مخې یې د هغه مسیر ټاکه. په دې لاره کې دیني او اخلاقي بریکونه هم د مسیحیت د معیارونو له مخې پر خپل وخت او مناسب ځای کې کارول کېدل، څو موټر له خپلې لارې څخه منحرف نه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *