فهرست بستن

د تاریخ تلپاتې څېرې؛ ژوند او شهادت

شهید مولوي عبدالحمید نوراني ـ تقبله الله ـ
درېیمه برخه
له ولس سره ژوره اړیکه؛ والي او مجاهد

شهید مولوي عبدالحمید له خپل ولس سره د ژورې او نه شلېدونکې اړیکې څښتن شخصیت و. نوموړي د ټولنې له ټولو قومونو او قشرونو سره ښې اړیکې او غوره اخلاقي چلند درلود. د اناردرې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو په حل کې به تل مخکښ و او د هغوی تر څنګ به ولاړ و. همدې ځانګړنې هغه په یوه محبوب او د باور وړ شخصیت بدل کړی و؛ داسې شخصیت چې کله به یې خبرې کولې، د خلکو زړونه به یې ځان ته راکاږل.
د جګړو او ستونزو په منځ کې هغه د مظلومانو او بې‌وسه خلکو لپاره د ډاډ او پناه ځای و. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«مَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللَّهُ فِي حَاجَتِهِ» (متفق علیه)
ژباړه: څوک چې د خپل ورور د اړتیا په پوره کولو کې هڅه کوي، الله تعالی به د هغه اړتیا پوره کړي.
شهید نوراني خپل ټول ژوند د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او له هغوی څخه د دفاع لپاره وقف کړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *