فهرست بستن

افغانستان ته د کمونیزم راتګ!

کمونیزم د افغانستان پاکې خاورې ته د تخریبي افکارو او د کارګر طبقې او طبقاتي مساواتو د ملاتړ په دروغو او شیطاني شعارونو سره را داخل شو. د کمونیزم بد تخم ډیر ژر د افغانستان په خاوره کې وکرل شو او په لنډ وخت کې یې وده او په پای کې زرغون او ثمر ته ورسېده. د اوږدې مودې راهیسې چې کمونیستي نظام د دې هېواد په خاوره کې خپلې ریښې غځولې وې، ډېر زیانونه، ویجاړتیاوې او منفي اغیزې یې پریښودې. د ملت ډېره شتمني یې د لوټمارانو بې رحمه لاسونو ته وسپارله او د زرګونو بې ګناه مسلمانانو خوږ ژوند یې تباه کړ. خدای ته بې باوره کمونستانو د دې خاورې د خلکو په کلتور، افکارو او دیني عقایدو نیوکه او ملنډې وهلې او د دې هیواد ځوانان یې د کمونیستي  افکارو په لور وخوځول. دوی په ټولنه کې بربنډتوب، فحشا او منکراتو ته وده ورکړه او د ټولنې کښتۍ یې د ګمراۍ په لور هدایت کړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *