کمونیزم چې د افغانستان په خاوره کې یې په دروغو دعوو تیری کړی و، د افغان غیور ولس په میړانه مقاومت او پاڅون سره چې دوی یې تصور هم نه کاوه، مخ شول. د افغانستان خلکو د جهاد، مبارزې او د هېواد د ازادۍ په برخه کې په خپلو قربانیو او سرښندنو سره په خپل ویاړلي تاریخ کې د سرو زرو پاڼې ور اضافه کړې. د کمونسټ اشغالګر او تیری کوونکی رژیم د شرمناکې او ذلیلې ماتې په منلو سره د زړورو او زمریانو له خاورې څخه ووتل. د شوروي اتحاد د مشر ګورباچوف په وینا: افغانستان د شوروي اتحاد په بدن کې یو لاعلاجه زخم و او بالاخره په افغانستان کې د شوروي اتحاد د شرمناکې او ذلیلې ماتې زمینه یې برابره کړه.
په افغانستان کې د کمونیزم پای!