افغانستان په اوومه هجري پېړۍ کې د مغولو د لښکر له خوا اشغال شو او ډېری لوی ښارونه یې د نړۍ له نقشې څخه د ورکېدو او له منځه تلو په حال کې وو. د افغانستان پر سترو ښارونو دغه وحشیانه یرغل او وحشیانه وژنې دغه هېواد د جمعيتي، کلتوري، اقتصادي او داسې نورو د له منځه تلو زمینه یې برابره کړه. د افغانستان خلکو د مغلو د ویجاړوونکې او قهار لښکر په وړاندې دومره اتلولي وښوده چې شاید د نړۍ په تاریخ کې یې ساری نه وي ثبت شوی؛ ځکه چې خلک پرته له مرکزيت او حکومت څخه د ټاکلي مرګ په منلو سره د خپل دین او وطن د دښمنانو په وړاندې خپل او د خپلو ماشومانو وینې یې تویې کړې. دغه قربانۍ او سرښندنې د وظیفې د سرته رسولو په لاره کې او پرته له امید څخه د انساني اخلاقو د لوړې کچې استازیتوب کوي.
زموږ اتل خلک څو ځله یې د تاریخ ظالمانو ته ثابته کړه چې دوی به مرګ ته تسلیم شي؛ خو د چا غلامي به ونه کړي.
پر افغانستان باندې د مغولو یرغل!