موضوع: په معاصره دوره کې د کورنۍ ستونزې!
په اوسنيو شرایطو کې د کورنۍ نظام د ځینو ستونزو سره تړاو لري، چې ځینې وختونه د کورنۍ د پاشل کېدو لامل کیږي. کله دا ستونزې د سیمه ایز یا نړیوال ټولنیز وضعیت او چاپیریال له امله وي او ځینې وختونه هم د نارینه او ښځینه وو د شخصیتي جوړښت یا د خپلوانو، ملګرو او ګاونډیانو د ناسم لاسوهنې له امله رامنځته کیږي. هغه عوامل چې جوړې ته ور ګرځي د دوی د ناپوهۍ یا د دوی په شخصیت کې د ضعف شتون دی، چې د کورنۍ بنسټ د ویجاړېدو لامل کیږي. په دې مرحله کې والدینو ته دا اړینه ده چې د هغو اولادونه واده وکړي چې په هغو کې د فکري بلوغ او د کورنۍ جوړښت او د ماشوم پالنې نښې لیدله کیږي.
ځینې وختونه د کورنۍ اقتصادي بې وزلۍ د ښځې د انحراف زمینه برابروي او کله هم شتمني د نارینه وو د ګمراهۍ لامل کېږي. په ځینو مواردو کې د یو نارینه ناسمې تمې، چې د غیر صحي پالنې له امله رامنځته شوي، د کورنۍ د ویجاړېدو بنسټ جوړوي. دوی ته د خواخوږۍ او ملاتړ په پلمه د پلرونو او میندو ناسمه دخالت د جوړو ترمنځ د اختلافاتو اصلي لامل ګرځي.
ادامه لري…
د اسلام او کورنۍ ترمنځ اړیکه!