نن د اسد 17 او د اګست 7 ده.
درې کاله وړاندې پهٔ همدې ورځ د ولايتونو د فتحو پهٔ لړۍ کې درې ولايتونه، کندز، تخار او سرپل فتح سوي وو او شمېر نور هم د فتحې په در شل کې وه.
یاد تاریخ کې په میلیونو مسلمانان خصوصا افغان ولس چې د جمهوریت د ناخوالو او بې بندوبارۍ څخه په تنګ راغلي وه دې ته یې د انتظار شیبې شمېرلې چې کله به د جمهوریت تور ټغر ټول او د افغانانو واقعي غمخواران واک لاس کې واخلي او ولس د اجیر دښمن له ناخوالو څخه خلاص کړي باالآخره دا وو چې د مجاهدينو د مجاهدت او د ولس د هر اړخیزو همکاریو په پایله کې د ۱۱ ورځو په دوام کې ټول هېواد د غلامانو له شتون څخه پاک او بر ځای یې یو پاک سوچه اسلامي نظام چې افغانانو یې په کلونو انتظار کړی وو قائم او واک یې لاس کې واخیست.
الحمد لله تر نن پورې چې شاوخوا درې کاله کيږي هیواد کې تر انتظار لوړ د امنیت، اقتصاد، کلتور، ابادۍ، او د هېوادوالو په اجتماعي ژوند کې بېساري پر مختګونه سوي دي.
نفرت، بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ دلته هېواد کې ریښې کړي وې دا دی اوس شکر ورځ تر بلې افغانان پر یوه ټغر راټول او خپل حکومت سره یوځای د هېواده د پر مختګ لپاره فکر او هڅې کوې.
یاد زرین تاریخ دې ټولو مسلمانانو خصوصا کړېدلو افغانانو ته مبارک وي!
نن ورځ د تاريخ له پاڼو!