په اسلام کې د مسئولیت منل:
د اسلام دين په وار وار په اسلامي ټولنه کې د هر فرد د وظيفو او مسئوليتونو په ټاکلو او حتی د انسان د بدن د غړو د مسئوليت په ټاکلو سره د ژمنې او مسئوليت پر اهميت باندې ټينګار کړی دی او په قرآن کریم کې یې څو ځله دا موضوع په عامه او خاصه توګه ذکر کړی دی.
لاندې د دې مسئلې د تأیید لپاره د قرآن کریم څو آیتونو ته اشاره شوې ده:
«إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا» (الأسراء: 36) ژباړه: سترګه، غوږ او زړه ټول مسئول دي.
«سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ» (الزخرف: 19) ژباړه: البته د دوی [کاذب] شهادت د دوی [ په اعمال نامو کې] لیکل شوي دي د هغه لپاره به دوی سخته مواخذه شي.
«ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ» (التكاثر: 8) ژباړه: هغه وخت په همهغه ورځ له دوی څخه له نعمتونو پوښتنه کېږي.
په اسلامي ټولنه کې د افرادو ټولنیز مسئولیت!